د پاکستان په جوړښت کې د اګست د ۱۴ مې تورې ورځې
 داکتر سید ذاکر شاه سادات داکتر سید ذاکر شاه سادات

بسم الله الرحمن الرحیم

 

 

د غندنې په اړوند

(د ډيورند لاین د لانجې د حل د عالي شورا اعلامیه)

 

په ۱۸۹۳م کال د افغانستان د امیر عبدالرحمان خان ا و د برتانوي هند د هغه مهال د بهرنیو چارو د وزیر هنري مارتمر ډیورنډ ترمنځ د واک د سیمو د مالومولو په موخه یو هوکړه لیک، لاسلیک شو چې هغه مهال هیڅکله د افغانستان او برتانوي هند لخوا د دوو خپلواکو هیوادونو تر منځ د نړیوالې سرحدي پولې په موخه نه وو رامنځته شوی او لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه یوازې د دواړو لورو د واک سیمې يي ښودلې، دانګلیسي استعمار لخوا جوړ شوی او د تهدید او زور سره یوځای افغاني لوری ته د جنګ او نظامی فشار لاندی د امیر ته د اولتیماتوم  په ورکولو سره امضاء کړای شو، چې ډیر برخې او ضمایم یې له سره روښانه نه او به ناروا توګه په افغانانو تحمیل کړای شو چې لږ روسته يي د «ډیورنډلاین» نوم وموند.

 په ۱۹۴۷ م کال کې هم له بده مرغه، د برتانوي هند د ویشلو په مهال د واک دا سیمې چې د ډیورند تپلې کرښې په کوزه غاړه تر اباسین پورې ټوله افغان خاوره په خپل لمن کې رانغاړي ، د افغانستان د هغه مهال د دولت او د «ډیورنډلاین» کوزې غاړې افغانانو له ارادي او غوښتنې پرته د پاکستان په نوم بیخي نوي هیواد ته چې نیمايي د هندوستان او پاتې نور په همدغه افغان خاوره بنا شوی، وسپارل شوې. افغانستان هغه مهال پر افغان خاوره د پاکستان په نوم د نوي هیواد رامنځته کیدا ، ونه منله او په دغه سیمو يي د افغان واک ادعا وکړه او په ملګرو ملتو کې يي ددې نوي هیواد د غړیتوب په خلاف رایه ورکړه ، چې هغه مهال د سوړ جنګ په پلمه د افغانستان دا غوښتنه ونه منل شوه .

کوزو افغانانو هم په د خپلو وینو او زرهاو قربانیو په بیه په ورته اقداماتو لاس پورې کړ او پر خپله ځمکه يي د پاکستان په نوم هیواد، ونه مانه .

نن د اګست ۱۴ مه ، هغه توره ورځ ده چې سیمه کې د دین او مذهب نه په ناوړه ګټه اخیستو  ولاړ او د دین او مذهبي افکارو نه په ناروا ګټه اخیستو د  کرکې د خپراوي لپاره د پاکستان په نوم هیواد رامنځته شو.

پاکستان د خپل تاریخ په اوږدو کې دهماغه  جوړیدو  روسته د ټولې سیمې او په تېره بیا د لروبرو افغانانو لپاره د شرارت د یوه مرکز پتوګه دنده سرته رسولې ده. او نړیوالۍ تولنه يې دستر خطر او ګواښ سره مواجه کړی. د «ډیورنډلاین» له تپلو او په څه د پاسه شپېتو کلونو کې د پاکستان له جوړیدو راهیسې، لرو او برو افغانانو د ارام او هوسا ژوند څکه نه ده کړې . په دې توګه «ډیورنډلاین»  د لروبرو افغانانو او ټولې سیمې لپاره په یوه ناسور زخم بدله شوېده .

بلخوا پاکستان په روستیو کې له تېرو دوو کلونو راهیسې ، په تېره بیا د روان لمریز کال له پیله پرله پسې د کونړ ولایت ، نورستان ، ننګرهار او لویه پکتیا په توغندیو ولي . په کور دننه افغانستان ته د ډلوژنې او ورانۍ لپاره د مجبورو افغانانو نه ناروا ګټه پورته کوي او زمونږ هیواد تا دترهګرو جوپې رالیږي او د ډیورندکرښې پر دواړو غاړو عملا پښتانه ځپي.

پاکستاني جنرالان دتررویزم سر دجګړې ترنامه لاندې نړیوالې ټولنې ته فریب ورکوي او په واقعیت کې خپل اهداف او موخې په ډیر سپین سترګی په تمام قوت پر مخ وړي اودې اهدافو اوموخو ته ه درسیدو په لار کې په هیڅ اړ نه دي.

د «ډیورنډلاین»  د لانجې د حل عالي شورا په داسې حال کې چې د اګست ۱۴ مه ، د پاکستان د جوړښت توره ورځ په سختو ټکوغندي، په دې ورځ یو ځل بیا خپلې ملي غوښتنې بیانوي او هغه غواړي :

ـــ افغانان لردی او که بر ، د ډيورند تپلې کرښه «ډیورنډلاین» په رسمیت نه ده پیژندلې او  نه پيژني او په پیاوړي او غښتلي غږ بیا د لروبر افغان د یووالي او د یو موټي او تاریخي افغانستان د احیا غوښتنه تکراروي .

ـــ موږ ټولې نړۍ او په تېره بیا هغه هیوادونو ته چې همدا نن د افغانستان په کړکیچ کې ښکېل دي، په ډاګه وایو چې ترڅو چې د تاریخي واقعیتونو په اساس او به دې توګه یوموټي ټول افغانستان لپاره د «ډیورنډلاین»  دعملي فسخی او له منځه وړ لپاره نړیواله ټولنه همغږی نه شي او دامسأله په عادلانه توګه حل نه کړای  شي په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې امن نه شي راتلای او سوله نه شي ټینګېدای .

ــ لکه چې اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې د بن لادن شتون او لسهاو نور مؤثق اسناد ښکاره کوي ، پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی ، ترڅو په کور دننه پاکستان کې د ترهګرو جالې جارو نه شي ، نړۍ د ترهګرو له ګوزار او خطره نه شي بچېدلای.

- د پاکستان پوځي واکمنان او د ای ایس ای خونړی سازمان، باید د ترهګرو په لیست کې داخل شي.

ــ افغان دولت څخه غوښتنه کوو چې د نړۍ غښتلو هیوادو سره د ستراتيژیک تړونو له لاسلیک څخه د «ډیورنډلاین»  لانجې د عادلانه حل کې دټول افغانستان داحیا په برخه کې او په دې توګه د «ډیورنډلاین» دخط عملي فسخی په برخه کې مرسته وغواړي او په دې برخه کې په نړیواله کچه د پاکستان د لا ګوښه کېدو او ماتېدو لپاره مټې راونغاړي .

ـــ د ډیورنډ لاین د لانجې د حل عالي شورا په ټولو لروبرو افغانانو ، مشرانو ، ګوندونو ، غورځنګونو ، خپلواکه شخصیتونو او قومي مشرانو غږ کوي چې د افغانانو په ګټه د «ډیورنډلاین» دعملی فسخه او حل چې یوه ملي داعیه ده ، ددې داعيي د حل لپاره باید موږ ټول سره په یوه مرکز راغوڼد شو .

ــ نه منو د«ډیورنډلاین»  تپلې کرښه نه منو !

ــ ټینګ دې وي د لروبر افغان یووالی !

ــ مخ په وړاندې د یو موټي او تاریخي افغانستان د بیا احیا په لور !

 

دډیورنډلاین دلانجۍ د حل عالي شورا -  اجرائیه کمیته

      داکتر سید ذاکر شاه سادات Ph.S.Z.Shah (Sadat)

 The  High Commision of  Resolving  Durand  Line Problem

www.durandjerga.com

durandjerga@gmail.com

Contact: Ph. Sadaat    +44 7858 3333 96

د ۲۰۱۲ کال د اګست ۱۴ مه


August 15th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها